• (+93) 703 900 212
  • info@wesaacademy.org

اسانتیاوې

 


د اکسفورډ او پوهنې وزارت نصابونه څنګ په څنګ


- په انګلیسي ژبه د اکسفورډ د پرمختللي نصاب تدریس


- د پوهنې وزارت نصاب تدریس


- د دواړو نصابونو په موازي تطبیق سره د مورنۍ ژبې تر څنګ په انګلیسي ژبه د مضامینو زده کړه او د ښوونځې له دورې پر بېلابېلو ژبو برلاسي


- لوړو اکاډمیکو زده کړو ته د زده کوونکو چمتو کول.


 


د نوې ټکنالوژۍ په مټ ښوونه او روزنه


- لوی سکرینونه، پروجکټور او نور عصري وسایل


- د اډیو، ویډیو او انځورونو ښودلو اسانتیاوې


- په انځوریزه او لوبیزه بڼه تدریس


 


کتابتون


- د اکاډمي د یوه مهم بنسټ په توګه د تعلیمي برنامو پیاوړتیا، د زده کوونکو د پوهې د کچې پراختیا، د معلوماتو تر لاسه کول او په هغوی کې د مطالعې فرهنګ عامول


- د کتاب لوستلو، مقالو او خاطرو لیکلو، څېړنو او ریسرچ سیالۍ


 


کمپیوټر لیب


- پرمختللي کمپیوټرونه


- د مسلکي ښوونکو له خوا د کمپیوټر پروګرامونه زده کړه


- د کمپیوټر ټکنالوجي په مرسته د ښوونې او روزنې د کیفیت او معیار لوړ ساتل


- د زده کوونکو د زده کړې ځواک پياوړي کول او په علمي فعالیتونو کې د ډله ییزې همکارۍ روحیه پیاوړې کول


 


ساينسي لابراتوار


- د بیالوجي، کېمیا، فزیک او نورو مضامینو د عملي تدریس وسایل او توکي


- تیوري او عمل په یوه ترکیب بدلول او د زده کوونکو تلپاتې زده کړه


- مشاهدې، تجربې او څېړنې


 


بريا مياشتنۍ ديوالي مجله


- د زده کوونکو له خوا لیکنې، شعرونه، رسمونه او نور مطالب چمتو کول او خپرول


- د زده کوونکو د استعدادونو روزل او ځلول


- په زده کوونکو کې د لیکوالۍ هنر وده او پراختیا


- د زده کوونکو د ذهنیتونو روښانه کول او مطالعې ته هڅول


- د زده کوونکو شخصیت جوړونه او هغوی ته د غوره ژوند لارې چارې ښودل


 


د ماشوم ادبياتو کتابونه


- د ښوونې او روزنې تر څنګ د ماشوم ادبیاتو د ودې او پراختیا هڅې


- د اکاډمي د زده کوونکو تر څنګ د ټول هېواد ماشومانو ته د سرګرمۍ، سالمې بوختیا او مطالعې – په موخه غوره کتابونه چاپول


- ماشومانو ته روحیه او انګېزه ورکول


 


د مجرب ډاکټر له خوا د روغتيا څارنه او پالنه


- د ښوونې او روزنې په لړ کې له جسمي، رواني، اجتماعي او معنوي پلوه د زده کوونکو روغتیا او خوندیتوب


- د زده کوونکو د میډیکل ریکارډ/روغتیايي تاریخچې ثبتول


- وخت په وخت د زده کوونکو د روغتیا څارنه او هغوی ته د روغتیا ساتنې اړوند پوهاوی ورکول


- د اړتیا پر مهال لازمې بېړنۍ مرستې


 


د فرهنګي وړتياوو لوړولو په موخه د هنر خونه


- د زده کوونکو فرهنګي وړتیاوې لوړول


- د بېلابېلو هنرونو په وسیله زده کړه، د زده کوونکو کړه وړه اصلاح کول او د زده کړې اړوند ستونزې حلول


- په زده کوونکو کې تخلیقي ځواک پياوړل کول


 


د ماشومانو لپاره په لوبيزو توکو سمبال د وړکتون او چمتوالي ټولګي


- د ځان، چاپېریال، خپلویو او ښوونځي پېژندل


- د قلم نیول او کارول، لومړنۍ دیني زده کړې، له حروفو او اعدادو سره اشنايي


- ترانې، کیسې زده کول او ویل، تمثیل او نور فزیکي فعالیتونه


- اخلاقي او روزنیز بدلون او ګڼ نور فعالیتونه


 


ناکامورا د لوبو ميدان


- د زده کوونکو بدني روزنه


- د بېلابېلو لوبو اسانتیاوې او ټورنمنټونه


- د ورزش او بدني روزنې له لارې د زده کوونکو د روغتیا او د هغوی د شخصیتي، اخلاقي او ټولنیزو اړخونو وده


 


ټرانسپورټ


- د زده کوونکو د رسولو او را رسولو لپاره د ټرانسپورټ ځانګړى انتظام


- مسلکي چلوونکي

له موږ سره اړیکه

93 703-900-212

خبرپاڼه

مونږ سره ځان ثبت کړئ