• (+93) 703 900 212
  • info@wesaacademy.org

شالید او تاریخ

ښوونه او روزنه د يوه ملت د پايښت بنسټ دى. شخصي معياري ښوونځي د افغان ښوونيز بهير د يوويشتمې پېړۍ د لومړۍ لسيزې نوې زېږېدلي برخه ده چې د افغاني ښوونې او روزنې په غوړېدا او پراختيا کې يې نه هېرېدونکې ونډه اخيستې ده. شخصي معياري ښوونځي د نوي او ځوان نسل په سالمه او بشپړه روزنه کې يو رغنده ګام دى چې د نړۍ د نورو هېوادونو حکومتونو ښه پاملرنه ورته کړې ده.


يو شمېر پوهه پالونكو او هېواد مينو کړيو له څو کلونو راهيسې هڅه کړې چې په بېلابېلو ولايتونو کې معياري شخصي ښوونځي جوړ کړي او له دې لارې د سولې، ثبات، ملي يووالي او فرهنګ په وېړتيا کې پوره ونډه واخلي.


اټكل دا كېده چې په سوېل لويديزه حوزه كې به د تعليم او تربيې پر وړاندې پرتې ستونزې هوارې شي او د دې سيمې ټول اوسېدونکي به د عدالت او مساوات له مخې معياري زده كړو ته لاسرسى ولري خو له بده مرغه په دې برخه كې اټكل سم و نه خوت. كه څه هم د افغانستان اسلامي جمهوريت په دې لړ كې پرله پسې هڅې كوي خو هر څه بايد يوازې حكومت ته پرې نه ښودل شي. خلك، سوداګر، شتمن او بډاى خلك له ځوانانو او نورو سره په ګډه په دې بهير كې ښه كار كولای شي، كله چې دوى يو بل ته لاسونه وركړي؛ بيا نو هلته د پرمختيا پر لوري ځغاسته چټكتيا مومي او ټولنه د سوكالۍ او سمسورتيا هدف ته رسېداى شي.


 


په کندهار کې د ښوونې او روزنې حالت، ننګونې او ستونزې


د هېواد د نورو سيمو په پرتله  په کندهار کې د ناامنيو او ناکراريو کچه زياته ده، دغو ستونزو د ژوند د نورو اړخونو تر څنګ د ښوونې او روزنې بهير هم ټکنى کړى دى، په دې ولايت کې لا هم د ډېرو سيمو ماشومان معياري زده کړو ته لاسرسى نه لري، له مسلکي ښوونکيو بې برخې دي او راتلونکى يې له ناڅرګند برخليک سره مخ دى.


په کندهار کې د دولتي ښوونځيو تر څنګ نوي جوړ شوي شخصي ښوونځي د ښوونې او روزنې په برخه کې مهمه دنده تر سره کوي.


 


ولې ويسا اکاډمي؟


د ښوونې او روزنې په برخه کې پورته  يادو شويو ستونزو ته د حل لارو د موندنې او د دې ولايت ماشومانو ته د معياري زده کړو د برابرولو په موخه په ۲۰۱۱ زېږدیز کال کې د ویسا اکاډمي بنسټ کېښودل شو.


د ويسا اکېډمي بنسټیزه موخه د يوه ارمان له مخې د نوي عصر له غوښتنو سره سم زموږ د نوي نسل باسواده کول دي.


 


موخې او ځانګړنې


لومړى: ماشومانو ته د نوي عصر له غوښتنو سره سم په اسلامي او عصري معيارونو (High Standard Quality Education) برابرې زده کړې ورکول.


دويم: د زده کوونکيو ټولنيز اخلاق جوړول.


درېيم: د زده کوونکيو لپاره د زده کړې ښه چاپېريال.


څلورم: د ښوونې او روزنې په نړيوالو علمي او پرمختللو مېتودونو د ښوونکو روزل.


پنځم: په پايله کې ټولنې ته د خدمت په موخه په اسلامي، ملي او علمي روحيه روزل شوي اشخاص وړاندې کول.


شپږم: په ټوله نړۍ کې د ګران افغانستان نوم روښانه کول او د پرمختللو هېوادونو په کتار کې درول.


 


جوړښت او بڼه


ويسا اکاډمي خپل کار له کرايي ودانۍ پيل کړی خو هیله لري چې د وخت په تېرېدو به ځانګړې ودانۍ ولري چې د ماشومانو د ښې زده کړې، لوبو، غونډو او اړوندې نورې اسانتياوې په کې چمتو شوي وي.


اکاډمي په پيل کې ابتدائيه (Primary) وه، وروسته منځنۍ (Middle) او په دې وروستیو کې عالي  (High) بڼه خپله کړې ده.


ويسا اکاډمي په کندهار کې لومړنۍ ښوونيزه اداره ده چې ماشومانو ته د ملي نصاب تر څنګ اکسفورډ نړیوال نصاب تدريسوي.


ویسا اکاډمي د زده کوونکو د معياري زده کړو په موخه مسلکي ښوونکي په دندو ګومارلي دي.


ویسا اکاډمي د کمپيوټر او ساينسي مضامينو زده کړو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.


اکاډمي ساینسي لابراتور، کمپیوټر لیب او کتابتون لري چې د مطالعې، مشاهدې او تجربو اړوند ټولې اسانتياوې په کې په پام کې نیول شوي دي.


په اکاډمي کې عامه نظافت (Hygiene) ته ډېره پاملرنه کېږي او د زده کوونکو د روغتیا پالنې په موخه کلینک او روغتیال پال لري.


د اکاډمي نظم، سيکوريټي او ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کېږي.


اکاډمي د زده کوونکو د لا ښې ودې په موخه وخت په وخت بېلابېلې غونډې، مناظرې او ذهني سيالۍ جوړوي چې د زده کوونکو والدين هم ورته راغوښتل کېږي څو هغوی د خپلو اولادونو استعدادونه په خپلو سترګو مشاهده او د ادارې پر وړتياوو او فعاليتونو باوري شي.


د ښوونې او روزنې تر څنګ د ماشومانو د سپورټ برخې ته ډېره پاملرنه کېږي، د دې کار لپاره اکاډمي د ناکامورا په نوم د لوبو میدان جوړ کړی دی.


اکاډمي په درسونو کې د شا ته پاتې زده کوونکو د ذهني ودې او وړتيا لوړولو  په موخه تر غرمې وروسته د ځانګړو کورسونو او دیني زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي دي.


د زده کوونکيو له والدينو سره يوه ګډه کمېټه (Parents Committee) جوړه شوې ده چې وخت په وخت د درسي بهیر د ودې، د اکاډمي د نظم او د چارو د همږغۍ په موخه غونډې کوي.


ويسا اکاډمي د معياري ښوونې او روزنې په لاره کې خپلې تجربې، لاسته راوړنې، مهارتونه او  وړتياوې له نورو سره هم شريکوي.

له موږ سره اړیکه

93 703-900-212

خبرپاڼه

مونږ سره ځان ثبت کړئ