• (+93) 703 900 212
  • info@wesaacademy.org

د غوره مطالعې اړوند څو ټکي

_MG_8149.JPG

 


ډېری زده کوونکي د مطالعې پر مهال درسي کتابونه یوازې له مخې لولي او مطالب تکراروي چې دا چاره له ستړیا پرته له ښې زده کړې سره هیڅ راز مرسته نه کوي.


یوازې له مخې لوستل او د مطالبو تکرار بې ګټې دي، ځکه لوستل شوي مطالب د لنډې مودې لپاره په ذهن کې پاتېږي، څه موده وروسته زده کوونکی اړ کېږي چې هېر شوي درسونه د پخوا په څېر بیا ولولي او تکرار کړي.


 


د لوستلو او تکرار پر ځای دې لاندې لارې چارې عملي کړي:


- لوستل شوی درس دې ځان یا بل چا ته تشریح کړي.


- د درس لنډیز دې یادداښت کړي.


- د درس کلیدي ټکي دې په کتابچه کې ولیکي.


- د ټکو او اصطلاح ګانو تر منځ اړیکې دې د ډیاګرامونو او شکلونو په ایستلو وښيي.


- د درس مفهوم دې په خپله ژبه ځان ته ولولي.

له موږ سره اړیکه

93 703-900-212

خبرپاڼه

مونږ سره ځان ثبت کړئ