Tag error: <txp:etc_query data='<txp:etc_tree id="13" />' replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active' /> -> Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Dari
ویسا اکاډمي یې وړاندې کوي
ویسا اکاډمي د ساینس او ټکنالوژي پر بنسټیزې زده کړې ډېر تمرکز کړی دی او په دې برخه کې یې زده کوونکو ته د ساینسي لابراتوار او کمپیوټر لیب اسانتیاوې برابرې کړي دي.
نور معلوماتویسا اکاډمي
د ویسا اکاډمي اداره د زده کوونکو روغتیا ته پاملرنه او د هغوی خوندیتوب خپل مسوولیت ګڼي او په همدې موخه یې په اکاډمي کې د کلینک او ډاکټر اسانتیا برابره کړې ده.
نور معلوماتویسا اکاډمي
ویسا اکاډمي
د ویسا اکاډمي ادارې “ناکامورا د لوبو میدان” جوړ کړی څو زده کوونکي د سپورټ په ساعتونو کې بېلابېلې لوبې وکړي او غوره زده کړې ته چمتو شي.
نور معلوماتویسا اکاډمي
ویسا اکاډمي
ويسا اکاډمي په کندهار کې لومړنۍ ښوونيزه اداره ده چې ماشومانو ته د ملي نصاب تر څنګ اکسفورډ نړیوال نصاب تدريسوي.
نور معلوماتویسا اکاډمي
ويسا اکاډمي په کندهار کې لومړنۍ ښوونيزه اداره ده چې ماشومانو ته د ملي نصاب تر څنګ اکسفورډ نړیوال نصاب تدريسوي.
زموږ ځواک
د هېواد د نورو سيمو په پرتله په کندهار کې د ناامنيو او ناکراريو کچه زياته ده، دغو ستونزو د ژوند د نورو اړخونو تر څنګ د ښوونې او روزنې بهير هم ټکنى کړى دى، په دې ولايت کې لا هم د ډېرو سيمو ماشومان معياري زده کړو ته لاسرسى نه لري، له مسلکي ښوونکيو بې برخې دي او راتلونکى يې له ناڅرګند برخليک سره مخ دى. په کندهار کې د دولتي ښوونځيو تر څنګ نوي جوړ شوي شخصي ښوونځي د ښوونې او روزنې په برخه کې مهمه دنده تر سره کوي. د ښوونې او روزنې په برخه کې پورته يادو شويو ستونزو ته د حل لارو د موندنې او د دې ولايت ماشومانو ته د معياري زده کړو د برابرولو په موخه په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کې د ویسا اکاډمي بنسټ کېښودل شو.
ويسا اکاډمي خپل کار له کرايي ودانۍ پيل کړی خو هیله لري چې د وخت په تېرېدو به ځانګړې ودانۍ ولري چې د ماشومانو د ښې زده کړې، لوبو، غونډو او اړوندې نورې اسانتياوې په کې چمتو شوي وي. اکاډمي په پيل کې ابتدائيه (Primary) وه، وروسته منځنۍ (Middle) او د څه له پاسه لسو کلونو په تېرېدو عالي (High) بڼه خپله کړې ده. ويسا اکاډمي په کندهار کې لومړنۍ ښوونيزه اداره ده چې ماشومانو ته د ملي نصاب تر څنګ اکسفورډ نړیوال نصاب تدريسوي. ویسا اکاډمي د زده کوونکو د معياري زده کړو په موخه مسلکي ښوونکي په دندو ګومارلي دي. ویسا اکاډمي د کمپيوټر او ساينسي مضامينو زده کړو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. اکاډمي ساینسي لابراتور، کمپیوټر لیب او کتابتون لري چې د مطالعې، مشاهدې او تجربو اړوند ټولې اسانتياوې په کې په پام کې نیول شوي دي. په اکاډمي کې عامه نظافت (Hygiene) ته ډېره پاملرنه کېږي او د زده کوونکو د روغتیا پالنې په موخه کلینک او روغتیال پال لري. د اکاډمي نظم، سيکوريټي او ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کېږي. اکاډمي د زده کوونکو د لا ښې ودې په موخه وخت په وخت بېلابېلې غونډې، مناظرې او ذهني سيالۍ جوړوي چې د زده کوونکو والدين هم ورته راغوښتل کېږي څو هغوی د خپلو اولادونو استعدادونه په خپلو سترګو مشاهده او د ادارې پر وړتياوو او فعاليتونو باوري شي. د ښوونې او روزنې تر څنګ د ماشومانو د سپورټ برخې ته ډېره پاملرنه کېږي، د دې کار لپاره اکاډمي د ناکامورا په نوم د لوبو میدان جوړ کړی دی. اکاډمي په درسونو کې د شا ته پاتې زده کوونکو د ذهني ودې او وړتيا لوړولو په موخه تر غرمې وروسته د ځانګړو کورسونو او دیني زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي دي. د زده کوونکيو له والدينو سره يوه ګډه کمېټه (Parents Committee) جوړه شوې ده چې وخت په وخت د درسي بهیر د ودې، د اکاډمي د نظم او د چارو د همږغۍ په موخه غونډې کوي. ويسا اکاډمي د معياري ښوونې او روزنې په لاره کې خپلې تجربې، لاسته راوړنې، مهارتونه او وړتياوې له نورو سره هم شريکوي.
• ماشومانو ته د نوي عصر له غوښتنو سره سم په اسلامي او عصري معيارونو (High Standard Quality Education) برابرې زده کړې ورکول. • د زده کوونکيو ټولنيز اخلاق جوړول. • د زده کوونکيو لپاره د زده کړې ښه چاپېريال. • د ښوونې او روزنې په نړيوالو علمي او پرمختللو مېتودونو د ښوونکو روزل. • په پايله کې ټولنې ته د خدمت په موخه په اسلامي، ملي او علمي روحيه روزل شوي اشخاص وړاندې کول. • په ټوله نړۍ کې د ګران افغانستان نوم روښانه کول او د پرمختللو هېوادونو په کتار کې درول.
د ویسا اکاډمۍ د هلکانو او انجونو انفرادي کیمپس ویاړ لري.
زموږ ډیرې استادان مسلکي او متخصص ښوونکي دي چې ډیری یې لیسانس او ماسټر دي.
د دواړو کمپونو لپاره د ترانسپورت اسانتیاوې شتون لري.
د نورو غړو لپاره دلته کلیک وکړئ
د نورو خبرونو لپاره دلته کلیک وکړئ
د زدکونکو د مور او پلار ستاینه
د نورو عکسونو لپاره دلته کلیک کړئ