• (+93) 703 900 212
  • info@wesaacademy.org

ماشومان څنګه ښوونځي ته چمتو کړو؟

1.jpg

 


له ښوونځي وېره درلودل یوه عامه رواني ستونزه ده او په هغو ماشومانو کې ډېره ده چې تازه ښوونځي ته شامل شوي وي.


ډېری ماشومان له خپل مور او پلار څخه د لېري کېدو پر مهال خپه کېږي، په ځانګړې توګه د هغو کورنیو ماشومان چې په افراطي بڼه نازول کېږي، دغه ډول افراطي ناز او پاملرنه ماشوم ته داسې احساس ورکوي چې ګواکې دباندې چاپېریال خطرناک دی.


یو شمېر ماشومان له مور څخه د لېرې کېدو پر مهال په ژوره توګه اندېښمن کېږي او په کور کې لکه سیوری خپله مور تعقیبوي څو پر خپلې وېرې او اندېښنې غالب و اوسي. دغسې ماشومان له مور او کور څخه لیرې کېدو ته میلان نه ښيي ځکه په شدیده توګه په مور پورې تړلي وي.


 


له ښوونځي د وېرې لاملونه


ماشومان د ښوونځي د قوانینو او مقرراتو په ټولو جزیاتو نه پوهېږي، په بېلابېلو بڼو د هغوی ګواښل او وېرول کولای شي دا ستونزه لا ډېره کړي، په همدې بنسټ هغوی ته کله هم مه وایاست چې که دې پلانی کار و نه کړ نو ښوونکي ته دې وایم.


د والدینو په توګه تاسې مسوولیت لرئ چې له ښوونځي څخه د خپل ماشوم د وېرې اصلي لامل پیدا کړئ او د حل لپاره یې اقدام وکړئ.


ښايي ستاسې ماشوم د ښوونځي له یوې ځانګړې برخې وېره ولري، ښايي نور ټولګیوال یې ځوروي او یا هم ښايي له ښوونځي څخه تر کوره په لار کې کومه ستونزه ولري.


د لاندې کړنلارو عملي کول له موږ سره مرسته کوي چې له زده کړې او ښوونځي څخه د خپلو اولادونو وېره لیرې کړو.


 


۱. په کور کې له ماشوم سره مناسب چلند


دا ډول ماشومان د هغه څه په اړه حساس دي چې نور یې د دوی په اړه فکر کوي. د دغسې ماشومانو له رټلو، مقایسه کولو او سپکولو ډډه وکړئ، له هغوی سره مینه ښوونځي ته د تللو له شرط سره مه تړئ، کله چې هغه ښوونځي ته د تګ لپاره زړه نه ښه کوي نو هغوی ته ځینې احساساتي خبرې لکه (زه نور ستا مور/پلار نه یم) مه کوئ او مسئله مه شخصي کوئ، ماشوم باید داسې احساس و نه کړي چې د مور/پلار د خوشحاله کولو لپاره باید ښوونځي ته لاړ شي.


 


۲. ښوونځي ته تګ یوه نوې تجربه


د ښوونځي تر پیلولو مخکې، ان د نوم لیکنې پر مهال ماشوم له ځان سره ښوونځي ته بوځئ. د ښوونځي دننه چاپېریال ور وښایاست، د ښوونځي ښوونکي او مدیر ور وپېژنئ څو لازم چمتووالی او پېژندګلوي تر لاسه کړي. په هغو مواردو کې چې ماشوم د ښوونځي له فزیکي چاپېریال څخه وېره ولري، د ښوونځي هنري او تفریحي ساعتونه کولای شي د هغه د وېرې په کمولو کې مرسته وکړي. کولای شئ د رخصتۍ پر مهال په ښوونځي کې یو ساعت له هغه سره په لوبو ځان بوخت کړئ او اجاره ورکړئ چې بېلابېل ځایونه وپلټي او د چاپېریال له خوندیتوب څخه ځان ډاډه کړي، دغه راز تاسې کولای شئ د ښوونځي د مهال خوږې او خوشحالوونکې خاطرې هغه ته ووایاست.


 


۳. کله چې ماشوم په ښوونځي کې وي


هغه ته ور زده کړئ چې په ښوونځي کې څنګه ځان ته پاملرنه وکړي او خپلې اړتیاوې پوره کړي، د بېلګې په توګه ځنګه کولای شي د ضرورت پر مهال تشناب ته لاړ شي، باید وڅېړئ چې ماشوم مو په ښوونځي کې ستونزه نه لري او د خپلو ټولګیوالو له خوا نه ځورول کېږي. د ښوونځي قوانین او مقررات ورته اسانه کړئ، له ښوونکو سره ښې اړیکې په ښوونځي کې د هغه له حضور سره مرسته کوي. ماشوم باید د ژړا پر مهال مسخره نه شي او ښوونکي باید د ژړا له امله هغه کور ته و نه لېږي.


ان که ماشوم سردرد او د اضطراب نورې نښې ولري هم باید ښوونځي ته لاړ شي که اجازه ورکړئ چې په کور کې پاتې شي نو دا نښې به یې لا ډېرې شي، غوره ده په دې اړه له نګران ښوونکي او مدیر سره خبرې وکړئ، ځکه دغسې ماشومان ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري. د اړیکو جوړولو او ملګرو موندلو مهارتونه لرل د هغه د مثبتو تجربو تر لاسه کولو لامل کېږی، د ټولنیزو مسوولیتونو په ور سپارلو له هغه سره مرسته وکړئ چې ښې اړیکې جوړې کړي او خپلې اړتیاوې بیان کړی. د دې تر څنګ دغسې ماشومانو ته په ټولګي کې مسوولیت سپارل په ښوونځي کې د هغه شتون هدفمند کوي.


 


۴. کله چې ماشوم له ښوونځي کور ته راشي


کله چې ماشوم له ښوونځي څخه کور ته راځي نو د کورنۍ یو غړی باید ورسره ملګری وي. له کورني کار او مطالعې وروسته ماشوم ته اجازه ورکړئ چې د فراغت، استراحت او لوبو لپاره وخت ولري. هغه ته موقع ورکړئ چې د ښوونځي په اړه خپل احساسات له تاسې سره شریک کړي او په دې اړه په لوی زړه خبرې وکړي.


یو شمېر والدین د خپل ماشوم منفي احساسات لکه خپګان او اضطراب نه شي لیدلای او ماشومانو ته یې د بیانولو او څرګندولو اجازه نه ورکوي چې دا مناسبه کړنه نه ده.


له ښوونځي څخه د ماشومانو د وېرولو او تنبیه کولو د وسیلې په توګه کار مه اخلئ، د بېلګې په توګه ماشوم ته مه وایاست که درس و نه وايې نو ښوونکي ته دې وایم.


ماشوم وهڅوئ چې ښوونځي ته لاړ شي او که په کور کې وي نو په هغو ساعتونو کې چې باید په ښوونځي کې وای، د لوبو او ټلوېزیون د کتلو اجازه مه ورکوئ.


 

له موږ سره اړیکه

93 703-900-212

خبرپاڼه

مونږ سره ځان ثبت کړئ