• (+93) 703 900 212
  • info@wesaacademy.org

زموږ زیربنا

ویسا اکاډمي یې وړاندې کوي

_MG_2686.JPG

ویسا اکاډمي د ساینس او ټکنالوژي پر بنسټیزې زده کړې ډېر تمرکز کړی دی او په دې برخه کې یې زده کوونکو ته د ساینسي لابراتوار او کمپیوټر لیب اسانتیاوې برابرې کړي دي.

نور معلومات
serviceimage
ساینس او ټکنالوژي

ویسا اکاډمي

IMG_3487.JPG

د ویسا اکاډمي اداره د زده کوونکو روغتیا ته پاملرنه او د هغوی خوندیتوب خپل مسوولیت ګڼي او په همدې موخه یې په اکاډمي کې د کلینک او ډاکټر اسانتیا برابره کړې ده.

نور معلومات
serviceimage
روغتیا

ویسا اکاډمي

IMG_8674.JPG

ویسا اکاډمي مجهز کتابتون لري څو په زده کوونکو کې د مطالعې دود ژوندی کړي.

نور معلومات
serviceimage
کتابتون

ویسا اکاډمي

_MG_1633.JPG

د ویسا اکاډمي ادارې “ناکامورا د لوبو میدان” جوړ کړی څو زده کوونکي د سپورټ په ساعتونو کې بېلابېلې لوبې وکړي او غوره زده کړې ته چمتو شي.

نور معلومات
serviceimage
لوبې

ویسا اکاډمي

IMG_8752.JPG

ویسا اکاډمي د ساینسي مضامینو د ښې زده کړې لپاره مجهز لابراتوار لري.

نور معلومات
serviceimage
لابراتوار

ویسا اکاډمي

IMG_0208.JPG

ويسا اکاډمي په کندهار کې لومړنۍ ښوونيزه اداره ده چې ماشومانو ته د ملي نصاب تر څنګ اکسفورډ نړیوال نصاب تدريسوي.

نور معلومات
serviceimage
باکیفیته زده کړې

ویسا اکاډمي

د ویسا اکاډمي په اړه

معیاري زده کړې له لوړ کیفیت سره

ويسا اکاډمي په کندهار کې لومړنۍ ښوونيزه اداره ده چې ماشومانو ته د ملي نصاب تر څنګ اکسفورډ نړیوال نصاب تدريسوي.

لوی فرصتونه

زموږ ځواک

د هېواد د نورو سيمو په پرتله په کندهار کې د ناامنيو او ناکراريو کچه زياته ده، دغو ستونزو د ژوند د نورو اړخونو تر څنګ د ښوونې او روزنې بهير هم ټکنى کړى دى، په دې ولايت کې لا هم د ډېرو سيمو ماشومان معياري زده کړو ته لاسرسى نه لري، له مسلکي ښوونکيو بې برخې دي او راتلونکى يې له ناڅرګند برخليک سره مخ دى. په کندهار کې د دولتي ښوونځيو تر څنګ نوي جوړ شوي شخصي ښوونځي د ښوونې او روزنې په برخه کې مهمه دنده تر سره کوي. د ښوونې او روزنې په برخه کې پورته يادو شويو ستونزو ته د حل لارو د موندنې او د دې ولايت ماشومانو ته د معياري زده کړو د برابرولو په موخه په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کې د ویسا اکاډمي بنسټ کېښودل شو.

ويسا اکاډمي خپل کار له کرايي ودانۍ پيل کړی خو هیله لري چې د وخت په تېرېدو به ځانګړې ودانۍ ولري چې د ماشومانو د ښې زده کړې، لوبو، غونډو او اړوندې نورې اسانتياوې په کې چمتو شوي وي. اکاډمي په پيل کې ابتدائيه (Primary) وه، وروسته منځنۍ (Middle) او د څه له پاسه لسو کلونو په تېرېدو عالي (High) بڼه خپله کړې ده. ويسا اکاډمي په کندهار کې لومړنۍ ښوونيزه اداره ده چې ماشومانو ته د ملي نصاب تر څنګ اکسفورډ نړیوال نصاب تدريسوي. ویسا اکاډمي د زده کوونکو د معياري زده کړو په موخه مسلکي ښوونکي په دندو ګومارلي دي. ویسا اکاډمي د کمپيوټر او ساينسي مضامينو زده کړو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. اکاډمي ساینسي لابراتور، کمپیوټر لیب او کتابتون لري چې د مطالعې، مشاهدې او تجربو اړوند ټولې اسانتياوې په کې په پام کې نیول شوي دي. په اکاډمي کې عامه نظافت (Hygiene) ته ډېره پاملرنه کېږي او د زده کوونکو د روغتیا پالنې په موخه کلینک او روغتیال پال لري. د اکاډمي نظم، سيکوريټي او ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کېږي. اکاډمي د زده کوونکو د لا ښې ودې په موخه وخت په وخت بېلابېلې غونډې، مناظرې او ذهني سيالۍ جوړوي چې د زده کوونکو والدين هم ورته راغوښتل کېږي څو هغوی د خپلو اولادونو استعدادونه په خپلو سترګو مشاهده او د ادارې پر وړتياوو او فعاليتونو باوري شي. د ښوونې او روزنې تر څنګ د ماشومانو د سپورټ برخې ته ډېره پاملرنه کېږي، د دې کار لپاره اکاډمي د ناکامورا په نوم د لوبو میدان جوړ کړی دی. اکاډمي په درسونو کې د شا ته پاتې زده کوونکو د ذهني ودې او وړتيا لوړولو په موخه تر غرمې وروسته د ځانګړو کورسونو او دیني زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي دي. د زده کوونکيو له والدينو سره يوه ګډه کمېټه (Parents Committee) جوړه شوې ده چې وخت په وخت د درسي بهیر د ودې، د اکاډمي د نظم او د چارو د همږغۍ په موخه غونډې کوي. ويسا اکاډمي د معياري ښوونې او روزنې په لاره کې خپلې تجربې، لاسته راوړنې، مهارتونه او وړتياوې له نورو سره هم شريکوي.

• ماشومانو ته د نوي عصر له غوښتنو سره سم په اسلامي او عصري معيارونو (High Standard Quality Education) برابرې زده کړې ورکول. • د زده کوونکيو ټولنيز اخلاق جوړول. • د زده کوونکيو لپاره د زده کړې ښه چاپېريال. • د ښوونې او روزنې په نړيوالو علمي او پرمختللو مېتودونو د ښوونکو روزل. • په پايله کې ټولنې ته د خدمت په موخه په اسلامي، ملي او علمي روحيه روزل شوي اشخاص وړاندې کول. • په ټوله نړۍ کې د ګران افغانستان نوم روښانه کول او د پرمختللو هېوادونو په کتار کې درول.

faq-icon_2.png
د انجونو او هلکانو کیمپس

د ویسا اکاډمۍ د هلکانو او انجونو انفرادي کیمپس ویاړ لري.

faq-icon_1.png
متخصص ښوونکي

زموږ ډیرې استادان مسلکي او متخصص ښوونکي دي چې ډیری یې لیسانس او ماسټر دي.

faq-icon_3.png
ټرانسپورټ

د دواړو کمپونو لپاره د ترانسپورت اسانتیاوې شتون لري.

زموږ ټیم

د نورو غړو لپاره دلته کلیک وکړئ

د زده کوونکو د نوم لیکنې/داخلې شرایط:

ویسا اکاډمي د (وړکتون/Nursery) او (چمتووالي/Prep) ټولګیو په ګډون له لومړي تر دوولسم ټولګي پورې په ټولو ټولګیو کې نارینه او ښځینه زده کوونکي مني. د ویسا اکاډمي په دواړو څانګو (مرکزي څانګه او د عینو مېنې څانګه) کې د زده کوونکو د نوم لیکنې/داخلې لړۍ روانه ده.

خبرونه او پیښې

د نورو خبرونو لپاره دلته کلیک وکړئ

د والدینو نظرونه

د زدکونکو د مور او پلار ستاینه

د انځورونو ګالري

د نورو عکسونو لپاره دلته کلیک کړئ

له موږ سره اړیکه

93 703-900-212

خبرپاڼه

مونږ سره ځان ثبت کړئ