• (+93) 703 900 212
  • info@wesaacademy.org

ساینس او ټکنالوژي

_MG_2686.JPG

ساینس او ټکنالوژۍ د ټولنې د پرمختګ بنسټیز فکټور دی، په هغو هېوادونو کې چې دې برخې ته پام شوی تل د اوږد مهاله او نه درېدونکي پرمختګ شاهدان دي.‌


زموږ د هېواد د بنسټيزې ودې او پرمختیا په موخه د ساینس رواجول او د ټولنیز ارزښت په بڼه منل مهمه چاره ده.


دې مهمې اړتیا ته په کتو ویسا اکاډمي د ساینس او ټکنالوژي پر بنسټیزې زده کړې ډېر تمرکز کړی دی او په دې برخه کې یې زده کوونکو ته د ساینسي لابراتوار او کمپیوټر لیب اسانتیاوې برابرې کړي دي.


د ساینس او ټکنالوژي ټولګي په عصري تخنیکي وسایلو سمبال دي چې زده کوونکي په کې د مطالعې، مشاهدې او تجربې پر بنسټ نظري او عملي زده کړې کوي.

له موږ سره اړیکه

93 703-900-212

خبرپاڼه

مونږ سره ځان ثبت کړئ