• (+93) 703 900 212
  • info@wesaacademy.org

څنګه درس زده کړو؟ څنګه ازموینه ورکړو؟

_MG_9918.JPG

 


د ازموینو ورځې د زده کوونکو په ژوند کې خاطرې زېږوونکې ورځې دي، دا ورځې له اضطراب، اندېښنو او هیلو سره ملې دي، ځکه په دغو ورځو کې باید هغه څه چې د ښوونیز کال په اوږدو کې مو زده کړي دي په یو ډول بیرته ښوونکو ته ورکړئ څو وکولای شئ لوړ ټولګي ته ارتقا وکړئ.


هڅه وکړئ د غوره لارو چارو په عملي کولو د ازموینو له ورځو بشپړه ګټه واخلئ، داسې چې هم مو خپله اروايي ارامتیا ساتلې وي او هم مو ښه زده کړه کړې وي څو وکولای شئ په ښه توګه ازموینې ورکړئ.


 


له ازموینې څخه مخکې چمتووالی


ګرانو زده کوونو! دلته داسې منل شوي لارې چارې درسره شریکوو چې د درسونو په ښه زده کړه او د ازموینو په ورکړه کې له تاسو سره ډېره مرسته کوي.


د دغو لارو چارو عملي کول پر تاسو د ازموینو وارد شوی فشار هم تر ډېره بریده کمولای شي.


۱. تر هر څه وړاندې د اوداسه درلودل او د یو شمېر دعاګانو ویل ګتوره چاره ده.


۲. د درسونو د زده کړې او تکرار لپاره مناسب پلان جوړ کړئ، داسې چې ټول اجزا یې د عملي کېدو وړ وي.


۳. د تودوخې، رڼا، رنګ او ږغ په نظر کې نیولو سره د مطالعې لپاره ساده او مناسب ځای انتخاب کړئ.


۴. د مطالعې لپاره کاغذ، قلم، پنسیل، خط کش، تراش، پنسیل پاک او نور د اړتیا وړ توکي چمتو کړئ.


۵. د درسونو د زده کړې او مطالعې لپاره له دریو تر پنځو ساعتونو وخت وټاکئ او هر ساعت له ۱۰ تر ۱۵ دقیقې دمه یا ارام وکړئ.


۶. سهار مهال د باکیفیته زده کړې لپاره خورا ګټور وخت دی.


۷. د هرې درسي موضوع له مطالعې مخکې خپل فکر او حواس هماغه درس ته ور ټول او متمرکز کړئ.


۸. په خپل ورځني پروګرام کې لمانځه، تلاوت، سپک ورزش، غاښونو برسولو او خپلې روغتیا ساتنې ته وخت وباسئ.


۹. د مطالعې پر مهال له یوې څانګې بلې ته له ټوپ وهلو ډډه وکړئ.


۱۰. د سترګو او کتاب تر منځ ۳۰ سانتي متره واټن وساتئ.


۱۱. د مطالعې له پیلولو مخکې د مطالبو لړلیک/فهرست او د مهمو مسایلو لنډیز ته پاملرنه وکړئ.


۱۲. د درسونو د زده کړې او تکرار پر مهال د هغه ذهني او محیطي مزاحمت مخینوی وکړئ چې ستاسې د حواسو او تمرکز د ګډوډولو لامل کېږي.


۱۳. د انسان ذهن د غوسې، قهر او کرکې پر مهال زده کړې او مطالعې ته چمتو نه وي، له دغو حالتونو ځانونه وساتئ.


۱۴. د درسونو د تکرار پر مهال د مفاهیمو او مطالبو تر منځ د منطقي اړیکو پیدا کول له ښې زده کړې سره ډېره مرسته کوي.


۱۵. د کتابونو د مطالعې تر څنګ د ښوونکو له خوا د درکړل شوو نوټونو تکرار او د تمرینونو بیا حلول ګټوره چاره ده.


۱۶. د اړوند درس د مشکلاتو پېژندل او حلول مو د زده کړې چاره نوره هم اسانه کوي.


۱۷. د ازموینو په ورځو کې له خپلو ټولګیوالو او ملګرو سره د درسونو د مطالعې ګروپونه جوړ کړئ او په ډله ییزه توګه زده کړه او تکرار وکړئ.


۱۸. هڅه وکړئ په خپله خپلو ځانونو ته د ازموینې پوښتنې طرحه او ځوابونه یې پيدا کړئ.


۱۹. په یاد ولرئ چې د ازموینو نمرې ستاسې د شخصیت نمرې نه دي.


۲۰. د ازموینې په شپه د اړتیا وړ ټول وسایل او توکي چمتو کړئ.


۲۱. د اسانه درسونو په پرتله د سختو درسونو زده کولو ته ډېر وخت ورکړئ.


۲۲. په درسي کتابونو کې راغلي تمرینونه او مشقونه حل کړئ.


۲۳. د مطالعې تر څنګ د تکرار لپاره هم دوه یا درې ساعتونه ځانګړي کړئ.


۲۴. په ټولګي کې د ښوونکو له خوا درکړل شوو لنډیزونو ته هم کتنه وکړئ.


۲۵. د لا ښې زده کړې په موخه د تېرو ازموینو د پوښتنو ځوابونو ته بیا کتنه وکړئ.


۲۶. د ازموینو په ورځو کې مناسب خوراک او کافي خوب وکړئ.


۲۷. د ازموینې له پیل مخکې سهار مهال نرم خواړه لکه شیدې او نور… وخورئ او وڅښئ.


۲۸. کارپوهان د ازموینې له پیل مخکې لږه اندازه چټک پلی تګ ګټور ګڼي.


۲۹. له ازموینې مخکې د بې ګټې او جزيي مسایلو په اړه په کور کې دننه او بهر له چا سره بحث مه کوئ.


۳۰. د ازموینو په ورځو کې سهار وختي چمتو و اوسئ څو پر وخت ښوونځي ته حاضر شئ.


۳۱. د ازموینې صحنې ته ۵ یا ۱۰ دقیقې مخکې په ارامو اعصابو حاضر شئ.


۳۲. تر هغه چې ازموینه پیلېږي، هڅه وکړئ خپل افکار راټول کړئ، مهم او مشکل مفاهیم او مطالب په خپل ذهن کې تکرار کړئ.


۳۳. د مطالعې پر مهال د مطالبو لنډیزونه ولیکئ څو د اړتیا پر مهال په يو ځغلند نظر په ذهن کې ثبت شي.


۳۴. هڅه وکړئ د مطالعې په پای کې اړوند مطالب یو وار بیا له نظر تېر کړئ.


 


د ازموینې پر مهال زده کوونکو ته څو لارښوونې


۱. په هر حالت کې پر خدای ج توکل وکړئ او د هغه په نوم پيل وکړئ.


۲. خپل ځان ځواکمن وګڼئ او د امتحان وېره له زړه وباسئ.


۳. د ازموینې په پيل کې خپل نوم او نور اړین معلومات ولیکئ.


۴. د دې لپاره چې پوښتنې سمې ځواب کړئ، د ازموینې ټولې پوښتنې ولولئ.


۵. د څو شېبو لپاره ټولو پوښتنو ته ځیر شئ او درکړل شوی وخت ووېشئ.


۶. هغو پوښتنو ته چې ډېرې نمرې لري او یا تر نورو سختې وي، ډېره پاملرنه وکړئ.


۷. په ارامو اعصابو د پوښتنو په ځوابولو پیل وکړئ.


۸. د پوښتنو د ځوابولو پر مهال دقت او وضاحت په پام کې ونیسئ.


۹. د هرې پوښتنې په سر کې ذکر شوو لارښوونو ته پام وکړئ.


۱۰. د پوښتنو په څرنګوالي ځانونه وپوهوئ.


۱۱. هڅه وکړئ په ساده خو لنډو عبارتونو او جملو پوښتنې ځواب کړئ.


۱۲. د ازموینې په اوږدو کې له وقفې پرته په لوړه حوصله او زغم خپل کار ته دوام ورکړئ.


۱۳. د پوښتنو ځوابونه واضح او ښکلي ولیکئ، شکلونه منظم او روښانه رسم کړئ.


۱۴. حاشیو ته له تللو ډډه وکړئ، پر اصلي موضوعاتو تمرکز وکړئ.


۱۵. د پوښتنو له ځوابولو وروسته یو ځل بیا خپل لیکل شوي ځوابونه سر تر پایه ولولئ او د ازموینې د پاڼې په سپارلو کې بېړه مه کوئ.


۱۶. د هرې ازموینې له تجربو څخه په بله ازموینه کې کار واخلئ.


۱۷. پر کومه ځانګړې موضوع تر اندازې ډېر وخت مه لګوئ.


۱۸. دا چې ټول مو په شاوخوا کې په بیړه د پوښتنو د ځوابونو په لیکلو بوخت دي، نادیده وګڼئ، دا چاره باید ستاسې تمرکز ګډوډ نه کړي.


۱۹. د تشریحي پوښتنو ځوابونه لومړی په یوه بله پاڼه کې ولیکئ، وروسته یې د ازموینې په پاڼه کې منظم او پاک ولیکئ.


۲۰. د یوې ازموینې له پای ته رسېدو وروسته مو وخت بلې ازموینې ته ورکړئ او د اخیستل شوې ازموینې په اړه له فکر کولو او ناراحتۍ ډډه وکړئ.

له موږ سره اړیکه

93 703-900-212

خبرپاڼه

مونږ سره ځان ثبت کړئ