لوبې او تفریح د ماشومانو د حواسو په پیاوړتیا کې مهم رول لري او د هغوی د زده کړې وړتیاوې لوړوي.
لوبې ماشومانو ته په ټولنیز ژوند کې ډسپلین او اخلاقي اصول ور زده کوي.
لوبې ماشومانو ته له خپلو همزولو سره د ښو او سالمو اړیکو ساتل ور زده کوي.
لوبې د ماشومانو د پنځه ګونو حواسو په پیاوړتیا کې مرسته کوي، څومره چې دا حسونه پیاوړي کېږي هومره د ماشومانو د پوهاوي او زده کړې وړتیاوې ډېرېږي.
په همدې بنسټ د ویسا اکاډمي ادارې (ناکامورا د لوبو میدان) جوړ کړی څو زده کوونکي د سپورټ په ساعتونو کې بېلابېلې لوبې وکړي او غوره زده کړې ته چمتو شي.