• (+93) 703 900 212
  • info@wesaacademy.org

څنګه کولای شو چې ماشومان مو ښکلی لیک ولري

IMG_4280.JPG

 


ډېری والدین د خپلو ماشومانو خراب لیک ته اندېښمن وي او د ښه والي هڅه یې کوي، دلته ۵ داسې لارې چارې درسره شریکوو چې په عملي کېدو به یې ماشومان ښکلی لیک یا خط ولري.


 


مناسب چاپېریال


ډاډ تر لاسه کړئ چې ماشوم مو د خط کښلو پر مهال مېز ته کښېني نه پر ځمکه. مېز ته کښېناستل له ماشوم سره مرسته کوي چې په ښه حالت کې و اوسي، نامناسب حالت د فشار او عضلو کشېدو لامل کېږي او د ماشوم ثبات تر اغېز لاندې راولي.


 


د قلم یا پنسل نیولو څرنګوالی


د قلم یا پنسل سم نیول د ماشوم د ښکلي لیک کښلو لامل کېږي، ماشوم باید قلم یا پنسل په دریو ګوتو (بټه ګوته، شهادت ګوته او منځنۍ ګوته) ونیسي.


 


مناسب کاغذ


د کرښو لرونکو کتابچو کارول له ماشوم سره مرسته کوي چې توري او جملې په سمه توګه ولیکي.


 


ورو/کرار لیکل


ورو یا کرار خط کښل ستاسې له ماشوم سره مرسته کوي څو پر دې کنټرول ولري چې توري او جملې چېرې پیلېږي او چېرې پای ته رسېږي، د دې تر څنګ د لیکلو پر مهال د تېروتنو او غلطیو کچه هم کمېږي.


 


خط کښل په یوه بوختوونکي فعالیت بدلول


خپل ماشوم مه اړباسئ چې تل سخت تمرین وکړي، هغه ته اجازه ورکړئ چې رسم وکاږي، د جملو تش ځایونه ډک کړي، اضافي تمرین له هغه سره مرسته کوي څو د قلم یا پنسل سم نیول زده کړي او د ښکلي لیک کښلو ظریف مهارتونه یې لا ډېر شي.

له موږ سره اړیکه

93 703-900-212

خبرپاڼه

مونږ سره ځان ثبت کړئ