• (+93) 703 900 212
  • info@wesaacademy.org

برېښنايي زده کړې

 


ولې برېښنايي زده کړې؟


- په افغانستان او نړۍ کې د “کرونا وبا” د تعلیم او تربیې په ګډون د ژوند ټولې چارې اغېزمنې کړي او درولې دي.


- د ویسا اکاډمي مسوولین له لومړۍ ورځې په دې فکر کې وو چې څنګه د خپلو زده کوونکو تعلیمي بهیر خوندي او جاري وساتي. څرنګه چې د پوهنې وزارت لخوا د برېښنايي زده کړو لړۍ پيل شوې ده نو د ويسا اکاډمي ادارې له پوهنې وزرات سره په همغږۍ د زده کوونکو لپاره د برېښنايي زده کړو د پيلولو هوډ وکړ.


- زده کوونکي کولای شي د خپلو والدینو په مرسته د ویسا اکاډمي برېښنايي زده کړې تعقیب کړي او د ښوونځیو تر بیرته پیل کېدو له خپلو کورونو زده کړې ته دوام ورکړي.


 


د برېښنایي زده کړو دا لړۍ څنګه تعقیبولای شو؟


- دغه لړۍ د ګوګل کلاس روم له لارې ستاسې په (کمپیوټر، موبایل او ټابلیټ) کې د لاسرسي وړ ده.


- ځانونه ډاډه کړئ چې ستاسې کمپیوټر، موبایل او ټابلیټ انټرنیټ ته وصل وي.


- د ګوګل کلاس روم کارولو لپاره بايد جي مېل ولرئ.


- د خپل موبایل او ټابلیټ په (Play Store) کې د ګوګل کلاس روم اپلیکېشن (Google Classroom) سرچ او انسټال کړئ او که تاسې کمپیوټر کاروئ نو په انټرنيټ بروازر کې (classroom.google.com) ولیکئ او له هغه ځای څخه یې پرانیزئ.


- اوس (Google Classroom) ته داخل شئ، یوه پاڼه پرانیستل کېږي، په پورتنۍ برخه کې راسته طرف ته د جمع پر علامه (+) کلیک وکړئ او (Join Class) انتخاب کړئ، اوس ستاسې څخه کوډ غوښتل کېږي، هر ټولګی ځانګړی کوډ لري چې تاسې یې د ویسا اکاډمي له تدريسي معاونيت څخه تر لاسه کولای شئ.


- د کوډ له داخلولو وروسته تاسې اړوند ټولګي ته ننوځئ چې هلته د ټولو مضمونونو د درسونو ویډیوګانې کتلای او ډاونلوډ کولای شئ.


- زده کوونکي کولای شي د (Class comments) په برخه کې خپله ستونزه یا پوښتنه د اړوند مضمون له ښوونکي سره شریکه کړي.

له موږ سره اړیکه

93 703-900-212

خبرپاڼه

مونږ سره ځان ثبت کړئ