• (+93) 703 900 212
  • info@wesaacademy.org

روغتیا

IMG_3487.JPG

د ویسا اکاډمي اداره د زده کوونکو روغتیا ته پاملرنه او د هغوی خوندیتوب خپل مسوولیت ګڼي او په همدې موخه یې په اکاډمي کې د کلینک او ډاکټر اسانتیا برابره کړې ده.


د ویسا اکاډمي ډاکټر د زده کوونکو د روغتیا پالنې تر څنګ هغوی ته د روغتیا او نظافت ساتلو اړوند پوهاوی هم ورکوي.


د ویسا اکاډمي د زده کوونکو د روغتیا پالنې څانګې د زده کوونکو “میډیکل ریکارډ” ثبت کړی چې له مخې یې د زده کوونکو روغتیايي ستونزې تشخیصوي او د حل لپاره یې اقدام کوي، که ستونزه جدي وي نو د هواري په موخه د زده کوونکي له کورنۍ سره اړیکه نیول کېږي.


د ویسا اکاډمي اداره غواړي په خپل دغه بې ساري ګام سره د زده کوونکو د ښې او معیاري زده کړې په موخه د هغوی روغتیا پالنې ته هم پام وکړي.

له موږ سره اړیکه

93 703-900-212

خبرپاڼه

مونږ سره ځان ثبت کړئ