• (+93) 703 900 212
  • info@wesaacademy.org

ماشومانو ته ټولنیز اداب او نزاکتونه ور زده کړئ!

maxresdefault (3).jpg

زموږ اولادونه د ټولنې او هېواد راتلونکې پانګه/شتمني او د راتلونکو نسلونو والدین او سرپرستان دي، د هغوی په روزنه او پالنه کې باید له ډېر دقت، زغم او پوهې کار واخلو.


والدین دنده لري څو خپلو اولادونو ته ټولنیز اداب او هغه سلوک/چلند ور زده کړي چې له نورو سره د مخامخ کېدو پر مهال یې باید مراعات کړي.


خپلو اولادونو ته ور زده کړئ چې له نورو یا تر ځانونو له مشرانو سره د خبرو پر مهال د هغوی پر تېروتنو او سهوو له ټوکو کولو، بې ځایه خندا او غیر اخلاقي څرګندونو ډډ‌ه وکړي.


په ورته توګه له خپلو دوستانو، مشرانو او همزولو سره د خبرو پر مهال د هغوی د خصوصي ژوند د جزیاتو، نېکمرغۍ، بدمرغۍ، بې وزلۍ، مالي شتمنۍ او نورو په اړه له تجسس څخه ډډه وکړي او خپل حد وپېژني.


زموږ اولادونه باید زده کړي څو هیڅکله د چا د ژوند خصوصي حریم ته د ننوتلو هڅه و نه کړي. د بېلګې په توګه: له یو چا د هغه د معلولیت یا ناتوانۍ د لامل، د مور او پلار د کار ډول، د عاید کچې او نورو په اړه پوښتنې کول ناسمه کړنه ده.


 


دلته د ټولنیزو ادابو او نزاکتونو اړوند د څو لنډو خو بنسټیزو ټکو یادونه کوو چې خپلو اولادونو ته یې په اړه باید پوهاوی ورکړو:


- خپلو ماشومانو ته د مودبانه کلیمو ټولګه ور زده کړئ، لکه: (د مهربانۍ له مخې)، (که ممکن وي)، (مهرباني وکړئ)، (هیله کوم)، (مننه کوم) او…


- خپلو ماشومانو ته ور زده کړئ، کله چې چا ته ور پېژندل کېږي، مودبانه چلند ولري، لکه: له ځایه پورته کېدل، سلام کول، موسک اوسېدل، لاس ورکول، مننه کول او نور…


- ماشومان باید زده کړي چې که چا ښېګڼه ورسره وکړه نو دوی باید مننه ورڅخه وکړي.


- خپلو ماشومانو ته واړه مسوولیتونه وسپارئ څو په راتلونکي کې مسوولیت منونکي و اوسي. د بېلګې په توګه: ګلانو ته اوبه ورکول، د خپلې خونې منظم کول، د خپلو جرابو مینځل، خپل کوچني ورور یا کوچنۍ خور ته پاملرنه کول، د کور په پاکولو کې مرسته او مشارکت، د ساده خوراکونو پخول، د خپلو جامو تنظیمول او…


- خپل اولادونه راحت طلب مه عادت کوئ، د هغوی ټول کارونه او چارې یوازې تاسې مه ترسره کوئ، ځینې کارونه دوی ته پرېږدئ چې ویې کړي.


- خپلو اولادونو ته بخښنه غوښتل ور زده کړئ. که هغوی تېروتنه وکړي او یا د یو چا د ځورېدو لامل شي باید بخښنه وغواړي. بخښنه غوښتل د هغوی په راتلونکي ژوند کې د ډېرو ستونزو د حل کلیدي عبارت یا کلیمه ده.


- مهمه ده چې تاسې په خپله هم له خپلو ماشومانو سره په ښو ادبیاتو خبرې وکړئ او د خبرو عفت ته درناوی وکړئ. په ورته توګه هغوی ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د خبرو عفت ساتل ور زده کړئ. هغوی باید د ځینو کلیمو له ویلو او اورېدلو وشرمېږي. له خپلو مشرانو، دوستانو او همزولو سره باید په درناوي چلند وکړي او مودبانه ځواب ورکړي. د هو، نه، ولاکه، آاا پر ځای غوره ده ووايي، بلې، خیر، حتماً، هیله کوم، مننه کوم او…


- د (یو لفظي) یا (یوه کلیمه یي) ځواب پر ځای غوره ده د څو لغتونو په زیاتولو د خبرو کولو لطافت ډېر کړو، دا یو ظرافت دی چې والدین یې باید خپلو اولادونو ته ور زده کړي.


دغه راز ماشومان باید زده کړي چې د خبرو پر مهال مکث کول (لنډه دمه یا وقفه) کول غوره کار دی، دا چاره د خبرو تر پیل وړاندې د فکر کولو لامل کېږي، هغوی باید له فکر کولو پرته خبرې یا بې ځایه ډېرې خبرې و نه کړي.


- اولادونه مو وهڅوئ چې څرګندې، ارامې خو شمېرلې خبرې وکړي. کلیمې په سمه توګه ادا کړي او ځينې ټکي حذف نه کړي، تر شونډو لاندې خبرې کول، چټکې او له فکر پرته خبرې کول د هغوی جذابیت، ځیرکتیا او هوښیارتیا نیمګړې کوي او د هغوی شخصیت تر پوښتنې لاندې راولي.


په دغو لارښوونو کې ډېر ظریف ټکي ځای شوي چې درانه والدین یې باید په بشپړ درایت، سیاست او تدبیر په مطالعه او پوهاوي پیل وکړي.


زموږ اولادونه د ټولنې او هېواد راتلونکې پانګه او د راتلونکو نسلونو والدین او سرپرستان دي، د هغوی په روزنه او پالنه کې باید له ډېر دقت، زغم او پوهې کار واخلو.

له موږ سره اړیکه

93 703-900-212

خبرپاڼه

مونږ سره ځان ثبت کړئ