ځینې وختونه تاسې متوجه نه یاست خو ښايي د بېلابېلو دلایلو له مخې ماشومان له یو بل سره پرتله کړئ. فکر کوئ چې پرتلنه/مقایسه ماشوم ته د غوره کړنې انګېزه ورکوي. خو برعکس پرتله کول په ماشومانو کې د حسادت او ضدیت لامل کېږي او د هغوی خپلمنځي اړیکې خرابوي.
لاندې بېلګو ته پاملرنه وکړئ:
پنځه کلنه «برېښنا» د خپلو لوبو توکي نه ټولوي.
پلار یا مور:
«وګوره! ورور ته دې چې هر وخت ووایم، د لوبو توکي دې ټول کړه، هغه ګړی دا کار کوي. هغه څومره ښه دی، خو ته هیڅ وخت د خپلو لوبو توکي نه ټولوې.»
د برېښنا احساس:
زما ورور ښه دی، ډېر ښه دی، خو زه له هغه کرکه لرم.
غوره ده، پلار/مور داسې ووايي:
«برېښنا! د لوبو توکي دې پر میدان پراته دي، ممکن څوک ورباندې وخېژي او مات یې کړي، لطفاً هغه ټول کړه او ټوکرۍ ته یې واچوه.»
پلار/مور خپل زوی ته چې کتاب لولي، ګوري او وايي:
«ته څومره ښه یې، ډېر مې زړه غوښتل چې ورور دې هم ستا په څېر کتاب لوستلای، خو هغه تل یوه او بله خوا منډې وهي، شوخي کوي، هیڅکله کتاب نه لولي، زه هغه ته ډېره اندېښمنه یم.»
د ماشوم احساس:
یو ډول غرور او دا چې پلار یا مور خوشحاله دي.
که یو وخت ما هم و نه کړای شول چې مطالعه وکړم او کتاب ولولم، نو پلار یا مور به زما په اړه هم همداسې ووايي؟
زه له خپل ورور څخه ښه یم، هغه بې ارزښته دی.
غوره ده، پلار/مور داسې ووايي:
«آفرین چې کتاب لولې، ته یو ښه کتاب لوستونکی یې.»
څلور کلن “اتل” دسترخوان ته کښېني او ډوډۍ خوري.
پلار/مور:
«شکر، ته لوی هلک یې؛ د ډوډۍ خوړلو پر مهال د کوچنیو ماشومانو په څېر خپل کالي نه چټلوې.»
د اتل احساس:
زه تر کوچنیو ماشومانو ښه یم! خو ډېر ښه نه یم.
غوره ده، پلار/مور داسې ووايي:
«ما ولیدې چې ډوډۍ دې وخوړله او لاسونه دې په دستمال پاک کړل. آفرین زویه! تا رښتیا هم د ډوډۍ خوړلو اداب زده کړي دي.»
ستاسې هر ماشوم ځانګړی شخصیت او علایق لري. د هغوی د لېوالتیاوو او ځانګړنو درناوی وکړئ، د هغوی له مقایسه کولو ډډه وکړئ، هڅه مه کوئ چې هغوی له یو او بل سره رقابت او سیالۍ ته واچوئ.
تر داسې ویلو چې: ته تر برېښنا ښه رسامي کوې، دا غوره ده چې ووایاست: آفرین! ته ښکلې رسامي کوې.